BBCNazer.com

08:24 گرينويچ 2008 ,05 مۍ

طوبی ندا ساپۍ

روغتيا او ژوند: ګرګ ( سکبيس )

پۀ توده هوا کې مېکروبونه ښه وده کوي،چی ورسره مېکروبي اوساري ناروغۍ هم ډېرېږي،

خپرونه له دې ځايه واوری !

يوه لۀ دغو ناروغيو څخه ( سکبيس) يوډول جلدي خارښت دی چې ځينې خلک يې ګرګ هم بولي.

سکبيس يوه لېږدېدونکې( ساري )ناروغي ده،چې پۀآسانۍسره نوروته لېږدول کيږي.دکابل يوې اوسېدونکې بي بي قريشې وويل:

" زه پېښور ته تللې وم، لۀ خپلوانوڅخه مې دا ناروغي ماته راغله، بيا مې ماشومان ورباندې اخته شول، چې کابل ته راغلو د کورنۍ نور غړي هم ورباندې اخته شول ."

د کابل د طبي پوهنتون استاد ډاکټر عبدالغفار همدرد وويل:"سکبيس يوه لېږدېدونکې او مېکروبي ناروغي ده، چې مېکروب سره لۀ نېغ پۀ نېغه اړيکو څخه پيدا کيږي .

دا مېکروب ښايي پۀ چټليو يا څارويو کې وي د انسان بدن ته ورشي او يا هم پۀ دغې ناروغۍ لۀ ککړکس، يا د هغه لۀ جامواو بسترې سره پۀ اړيکه کې نورو ته ولېږدول شي."

سکبيس ناروغي کومې نښې لري؟ ډاکټر همدردوويل:"پربدن باندې سور رنګه بخار پيدا کېږي چې ډير خارښت کوي. دورځې يي خارښت لږ ، خو دشپې ډېرېږي.

. پۀ پيل کې بخار د ګوتو پۀ منځونواو دبدن پر ځينوځانګړو ځايونوکې پيدا کېږي، چې وروسته بيا د بدن نورو برخو ته هم غزيږي ."

صدام پر سکبيس اخته ماشوم وويل:"څلور کاله کيږي چې سکبيس ناروغي لرم،ټوله شپه ځان ګروم ترهغې چې بدن مې سرې وينې شي."

ډاکټر همدرد وويل:" که پوستکی ډېر وګرول شي ،شړيږي ، ښايي د پوستکي يوه بله ناروغي مردار دانې او بېخوبي ورسره پيدا شي."

مېرمن قريشې وويل:" د ډاکټر پۀ لارښوونه مې هره ورځ د ماشومانوپر ټول بدن دوا وهله،

پۀ تودواوبو مې مينځل،د جامو دننه استرونه به مې ورته اوتو کول او تارينې جامې مې ورته اغوستې."

ډ اکټران هم دا خبرې سمې ګڼي خوايي چې سکبيس مېکروبي ناروغي ده ځانګړې درملنه غواړي، چې بايد د ډاکټرلۀ لارښوونې سره سمه ترسره شي.

پاکۍ ته پاملرنه، څارويو ته نۀ نيږدې کېدل، پرسکبيس اخته ناروغ سره بدني اړيکې نۀ نيول،

دملاستې پاستې وسايل يې بېلول او د جامواو نوروشيانو لمر ته اچول هغه لارې چارې دي چې پر سکبيس لۀ اخته کېدوڅخه مخنيوی کوي.