11:15 گرينويچ 2008 ,29 اپريل
فرشته مرسل
تېرکال دکانکورپۀ ا زموينه کې ( ٨٠٠٠٠ ) زده کوونکوکډون کړی و، چې نيږدې (٢٠٠٠٠) زده کوونکوونۀ شوکړای چې پوهنتون ته بريالي شي.
دا لومړی ځل نۀ دی چې دومره ډېرزده کوونکي د کانکور پۀ ازموينه کې پاته راځي، پۀ تېروڅوکالوکې ډېرداسې زده کوونکي شته ،
چې دبيلابيلو لاملونولۀ کبله پوهنتون ته نۀ دی بريالي شوي . يولامل يي ښايي کانکور ازموينې ته نه چمتووالي وي،
د ميدان وردګ ولايت اوسېدونکي محمد عالم وويل ” کانکورازموينې ته مې چمتووالی نه وۀ نيولي، ځکه بريالی نه شوم “
دبدخشان ولايت اوسېدونکي وويل:” ازموينې ته مې چمتووالي نۀ درلودۀ، دوه کاله پرله پسې بې نتيجې پاته شوم ،اوس مې پرېکړه کړې چې د راتلونکي کال کانکور ته به ځان چمتوکوم “
ازموينه که پۀ هره کچه آسانه اوساده وي مخکې تر مخه يې بايد د چمتووالي تابيا وشي ، پۀ تېره دکانکور ازموينې ته، ځکه چې دزده کوونکي راتلونکې ورسره تړلې ده.
دغزني ولايت اوسېدونکي احسان الله وويل: “ دوه کاله مې دکانکورازموينه ورکړه، پۀ لومړي کال بې نتيجې شوم،
پۀ دويم کال مې ازموينې ته ځان چمتوکړ دخپلې خوښې پوهنځي ته بريالی شوم .” دننګرهار اوسيدونکي حميدوويل:
" دښوونځي کتابونه مې پۀ سمه توګه ولوستل،کانکورازموينې ته مې هم چمتووالی ونيوۀ ،ازموينه مې ورکړه انجينرۍ پوهنځي ته بريالی شوم . ”
دکابل پوهنتون يوې محصلې کرشمې وويل: ”دوولسم ټولګي کې ومه،کانکور لۀ پاره مې کورس ونيوه . خپلو ټولګيوالوسره به مې پۀ ګډه زده کړه کوله نوځکه بريالۍ شوم."
دکابل ښاراوسيدونکې کريمې وويل:” زه دکانکورلپاره کورس ته نۀ يمه تللې ، دښوونځي درس مې سم زده کاوۀ ،
پوهېدمه چې پوښتنې لۀ همدې راځي، نوځکه زۀ پۀ لومړی چانس کې بريالۍ شومه . “ځينې محصلين وايي :
هغه کسان چې غواړی راتلونکي کال ته کانکور ازموينه ورکړي بايد ځانونه چمتوکړی . چې دخپلې خوښې پوهنځي ته بريالي شي.
د لسم ټولګي زده کوونکي ادريس وويل:”زه غواړم چې انجينرشم . لۀ همدااوس نه کانکورته ځان چمتوکوم ”د يوولسم ټولګي زده کوونکي نعيم وويل : ” زه غواړم
ډاکترشم. دښوونځي درس ښه سم زده کوم ، فکرکوم چې بريالی کېږم “
نجيب الله چې پۀ دويم ځل دکانکورازموينه کې بريالی شوی وويل :
" زه لۀ خپلې تجربې وايم، چې که پۀ ښوونځي ،کوراو ياهم پۀ کورس کې ښۀ درس وويل شي باور لرم چې پوهنتون ته بريالي کېږو . “