BBCNazer.com

08:53 گرينويچ 2008 ,31 مارچ

ذبيح الله شاکر

د ولس خبرې: تبعيض

د بشري حقونو په نړيواله اعلاميه کې راغلي :( ټول خلک د قانون پۀ وړاندې يو شان حق لري او پرته لۀ تبعيض د قانوني ملاتړ او ساتنې مستحق دي .)

دننګرهاراوسېدونکی نعمت الله د تبعيض د روښانه کولو يوه بېلګه ورکوي: (( د جګړو پۀ مهال مود ترۀ کور ته و لاړو د ترۀ يو ځوی مې پاکستان ته و لاړ.

خپرونه له دې ځايه واورئ !

چې بيرته راغې، زما ټولو همځولو ماشومانو ته يې يوه يوه جوړه څپلۍ راوړې وې . ماته يې هيڅ شی نۀ و راوړي ، ډېر کلونه تېر شول خو زما داکارهېڅ نۀ هيريږي. ))

تبعيض عربي کليمه ده مانا يې توپير کول دي ، ټولو بشر ي قوانينوکې تبعيض نا قانونه ګڼل شوی. حميرا صديق د تبعيض پۀ اړه د خپل ماشومتوب يوه خاطره وايي:

(( زۀ ماشومه وم پلار به مې وروڼو ته ښې جامې رانيولې، ماته به يې ويل ته انجلۍ يې ، که هر ډول واغوندې پر وا نۀ کوي ، د پلاردا خبره مې پۀ زړۀ کې غوټه پاتې ده .))

د ١٩٤٨ کال د بشري حقونو پۀ اعلاميې کې راغلي :( ټول وګړي ازاد پيدا شوي او بايد هيڅ ډول تبيعض ورسره و نۀ شي.)

عبيدالله د تبعيض پۀ اړه وايي:(( زمونږ او يو بل کلي ترمنځ ميراب د اوبو پۀ ويش کې خپل کلي ته ډېرې اوبۀ ورکولې،

پۀ دې زمونږ او هغه بل کلي ترمينځ جګړه کې ، دواړو لورو نه کسان مړۀ او ټپيان شول ، دا هر څه د ميراب د تبعيض لۀ امله راپيښ شول ))

تبعيض يا د انسانانو ترمينځ توپير کول ، نۀ يوازې پۀ کورنۍ او کلي، بلکې پۀ ټوله نړئ کې شته او خلک پۀ بيلابيلو پړاوونو کې تبعيض کوي .

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون حقوقي سلاکار پوهندوی محمد محسن فريد وايي: ((ټول انسانان که تور پوسته يا هم سپين پوسته دي، ټول د الله بندګان دي،

نو ځکه پۀ الهي قانون او نورو قوانينو کې تبعيض نا قانونه ګڼل شوی. تبعيض د انسانو پر ژوند ډيرې ناوړه اغيزې پرېباسي،لکه:((

که د دوو ژبو ترمينځ تبعيض وشي نوديوې حق تلف کيږي، هغه کسان چې ژبې سره يې تبعيض شوی ښايي لۀ اقتصادي ، ټولنيزو اوپۀ سياسي ډګر کې ستونزو سره مخ شي . ))

تبعيض د ژبنيو مسئلو نه نيولې ان تر ټبر، توکم،سيمې او نوربرخو کې د خلکو پۀ وړاندې کېدای شي چې وي ،

خو د تاريخ پۀ اوږدو کې تبعيض تل د ملتونو د پرمختګ د لارې خنډ کرځېدلی .

د اسلام سپيڅلي دين تبعيض ناوړه ګڼلی مولوی عبدالرحيم وايي : ((اسلام کې هيڅ ډول تبعيض نشته او دايز يوه ناوړه چاره ګڼلې ده .) )