BBCNazer.com

07:24 گرينويچ 2008 ,17 مارچ

فرشته مرسل

د ښار غږ : مېله ځايونه

اوس چې دپسرلي موسم دی، خلک غواړي چې يوڅو شېبې يې ښې تېرې شي او ددې هدف لپاره باغونو او نورو مېله ځايونو ځي .

خپرونه له دې ځايه واوری!

ځينې خلک له خپلو کورنيو سره يوځای مېلوته ځي. په تېره بيا ښاري خلک چې ډېر بوخت او په بنده هوا کې ژوند کوي، مېلو ته ډېره اړتيا لري .

خو کله کله په ميله ځايونو کې ځينې ستونزې هم پيدا کيږي. په دې اړه د پروان ولايت يوه اوسېدونکې شکيلا وايي :

” موږ به هر وخت مېلې ته تلو،خو يوه ورځ مې دخپلې بې غورۍ له امله لور په اوبو کې ولوېدله “.

دهمدغه ولايت يوه سپين سرې ښځه وايي : “ موږ يوه ورځ مېلې ته تللي و، چې هلته مې لمسی ورک شو، يوه اوونۍ وروسته مو يې مړی داستالف په غره کې پيدا کړ“ .

خو په مېلو کې د ماشومانوساتنه د چا مسئوليت دی؟ په دې باب د ننګرهار ولايت يو اوسېدونکی نجيب الله داسې وايي :

” زما په فکر په مېلوکې د ماشومانوساتنه د مور او پلار ترڅنګ دهغوکسانو مسئوليت هم دی چې، ماشومان دپېښې پرمهال ويني“.

په دې باب شکيلاوايي: ” له هغه ورځې راهيسي چې لورمې په اوبوکې و لوېدله، د مېلې په وخت کې ډنډ اوسيند ته نژدې نه کېنو اوپرخپلوماشومانوپام کووچې ورک نه شي.

دغه ډول د مېلې پر سامانونو، لکه فرش، ګاز، دېګ اوداسې نورو باندې هم پام کوو .“ دکابل ولايت د پغمان ولسوالۍ يوه اوسېدونکې، مينا بيا يو بله ستونزه هم يادوي :

“ که موږ يوازي مېلې ته ولاړې شو، نو ځينې هلکان بدې خبرې راته کوي، که دغه ستونزه له خپلو نارينه وو سره شريکوو، نو شخړه جوړېږي“.

نجيب الله وايي : “ زه چې کله يوځای په مېله ځم، نو وينم چې زموږ انډيوالان ښځې ځوروي، زه ورته وايم چې تاسې له دې کاره څه خوند اخلئ؟

که تاسې داسي کارونه کوئ ، نو زه نور ستاسي سره مېلې ته نه راځم . اوس ډېرو ملګرو زماخبرې منلي دي او په مېله کې څوک نه ځوروي“.

خو داسي مېله وال هم شته چې مېلې ته د تګ پر مهال ځينې خبرې په پام کې نيسي. په دې باب د لغمان ولايت يوه اوسېدونکې مه جبينه داسي وايي :

” موږ چې کله مېلې ته ځو، زه او لوڼې مې داسې کالې نه اغوندو چې له ليري څخه د خلکو پام ځان ته راواړوي. که هرڅوک اول ځان سم کړي او بيا نوروته ګوته ونيسي، دا به ښه وی.

ماخپلو زامنوته ويلي چې، پردۍ ښځې و نه ځوروي، ځکه چې په دې کار سره يوازي يو نفر نه، بلکې دټولې کورنۍ رنګ بدېږي“ .

که چېري دمېلې پر مهال خپلوماشومانوته پاملرنه وکړو، مناسب مېله ځای وټاکو، نور خلک په تېره بيا ښځې و نه ځوروو، نو ښايي چې هم موږ او هم نور مېله وال له مېلې څخه خوند واخلي.