07:30 گرينويچ 2008 ,17 مارچ
ارش ننګيال
او س هم لا افغان کډوال خپل هيواد ته د راستنيدو په حال کې دې او په دوی کې داسې راستانه شوي هم شته چې ماشومانو يې په بهر کې مکتبونه ويل.
خو په دوی کې ځيني نه غواړي چې خپل ماشومان د خپل هيواد ښونڅيو ته وليږي.
دا چې دليل يې څه دی، په دې اړه لوګر ولايت ته يو راستون شوی کډوال نادر وايي:
" ما په کډوالی کې اوريدلې و چې په افغانستان کې د ماشومانو تښتونه ډيره ده، تر هغو چې ډاډ تر لاسه نه کړم، خپل ماشومان ښونځۍ ته نه پريږدم".
د همدې ولايت يو بل اوسيدونکی لطف الله وايي
"کله چې له مهاجرته راغلو، خپل زوی مې په ښونځي کې شامل کړ.
په لومړيو کې کومه ستونزه نه وه، خو يوه ورځ مې زوی تر ناوخته پوري ورک و.
ده لاره غلطه کړ ي وه، خلکو جومات ته بيولی وو او د جومات په سپيکر کې يې اعلان وکړ چې يو نابلده ماشوم پيدا شويدی.
زه و رغلم او خپل ماشوم می کور ته راووست. په رښتيا هم چې ډير سرګردانه شوم."
د پروان ولايت يو اوسيدونکی مير پاچا بيا بله ويره لري، دی وايي:
"خلکو را ته وويل چې په سيمه کې ماينونه او ناچاوده توکي ډير دي، ځکه زما زړه نه دی چې خپل ماشومان ښونځۍ ته پريږدم."
په رښتيا هم چې په افغانستان کې ډير وخت جګړه وه او په ځينو سيمو کې لا اوس هم د ماينونواو ناچاوده توکو خطر شته .
خو د يادوو شويو ستونزو د هواری لارې چارې کومې دې؟ د لوګر دولايت يو اوسيدونکی عبدالجبار وايي:
" زه د ډاډ او اطمنان لپاره خپل اولادونه د کلي له نورو ماشومانو سره يوځای ښونځي ته ليږم."
د ماينونو د خطر په اړه يو بل راستون شوی کډوال وايي: "ما مې خپلو ماشومانو ته ويلې دې چې هيڅکله ناپيژندل شويو شيانو ته لاس ور نه وړی!"
يو بل تن ملا محمدا جان چې د لوګر ولايت دولايتي شورا غړی هم دی وايي چې ده خپلو اولادونو ته يوه رکشا کرايه کړيده.
دا رکشا ماشومان هر سهار ښونځی ته وړي او غرمه، بيرته کور ته پکې راځې.
نوموړی ديوه بل کار يادونه هم کوي، دا چې د شورا مشرانو پريکړه وکړه چې دوه تنه د ګزمې لپاره وټاکي.
دوی په هغو لارو پام کوي چې ماشومان مکتب ته پرې ځې او راځې .
تر اوسه د خدای (ج ) احسان دی،داسي کومه ناوړه پېښه نه ده شوي.
فلک شير هيران (افغان)- هرې پور، پاکستان
انټرنيټ خو يو ډير گټور شى دى خو په دې شرط چې څوک ترې سمه استفاده وکړي. د بيلکې په توگه زه په پاکستان کې يم خو زه انگليسي د
بي بي سي انټرنيټ پاڼې څخه زده کوم. زه د بي بي سي د ژبو د پروگرام سره ثبت يم او دوي هره اوونۍ ما ته د انټرنيټ له لارې درس
راکوي. او بله دا چې مونږ کولى شو چې د انټرنيټ له لارې د برتانيې، امريکا ، کاناډا او داسې نورو کالجونو کې داخله واخلو.