04:22 گرينويچ 2007 ,30 سپتمبر
ذبيح الله شاکر
څه رنګه چې هغه مهال د يونان هر ښارځان ته جلا حکومت او قانون درلود، نو د يوه تړون له مخي يې د ټولو ښارونو لپاره د يوه قانون پلي کېدل ومنل.
معاهده په لغت کې د وعدې او تعهد مانه لري، چې په پښتو ژبه کې تړون ورته وايي.
تړون د دوو او يا څو غاړو تر منځ کېږي، خو دا چې تړونونه معمولاً په کومو برخو کې کېږي، سرمحقق سيد امين مجاهد داسې وايي:
”تړون سياسي، فرهنګي، سوداګرۍ او داسې نورو برخو کې کېدای شي. د اسلام په تاريخ کې د حديبې تړون لومړی تړون و چې د مسلمانانو او مخالفينو ترمنځ لاسليک شو.
په معاصر افغانستان کې د لومړی ځل لپاره د احمد شاه بابا او عثماني حکومت تر منځ يو سياسي تړون لاسليک شو.
تړونونه عمومًا په ليګلې بڼه وي، چې د دواړو غاړو لاسليکونه ورباندې کېږي او معمولاً په داسې ژبه ليکل کېږي، چې د تړون دواړې غاړې په پوهيږي.
تړونونه معمولاً د دوو دولتونو، دڅو دولتونو، ډلو او دوو کسانو ترمنځ لاسليک کېږي. د هر تړون متن يو له بله توپير سره لري. د بېلګې په ډول د حديبې د سولې د تړون متن په دې ډول و:
١ _ د لسو کلونو لپاره به دښمنۍ او جګړې نه وي.
٢_ د دواړو غاړو ځان او مال به له تېري څخه خوندي وي.
٣_ دواړې غاړې به د تړون مراعت او درناوی کوي اوداسې نورې مادې.
لکه څنګه چې د تړونونو متنونه توپير سره لري، دغه شان يې وختونه او نېټې هم توپير سره لري، چې د دواړو لورو په سلا ټاکل کېږي.
د بېلګې په ډول يو تړون کېدای شي، چې ديوه کال او يا کم و زياد وخت لپاره وي.
د تړون پر پاڼه معمولاً هغه کسان لاسليک کوي، چې د مسئلې يو اړخ او په دې برخه کې صلاحيت ولري.
کله ناکله دريم هېواد، ډله يا فرد دريمګړي په توګه د تړون دعملي کېدو ضمانت او څارنه کوي.