BBCNazer.com

فرشته مرسل

د ښار غږ: کثافات او ښارونه

دا پروگرام ددې ځاى پر کېکاږلو سره اوريدلى شئ

ډېری ښاري اوسېدونکي له دې سر ټکوي، چې يو شمېرخلک ددې پرځای، چې دخپلو کورونو کثافات اوچټلۍ په کثافت دانيو کې واچوي په لارو، لښتيو، د سړکونو پر غاړه او ګلدانيو کې يې اچوي.

د کابل ښار يو اوسېدونکی رحمان په دې اړه داسې وايي: ”ډېرخلک داسې فکر کوي چې، ګواکې يوازې ښاروالي د ښار د پاکۍ مسؤليت لري ځکه نوکثافات په لارو او کوڅوکې غورځوي“.

د کابل ښاريو بل اوسېدونکی رحمت الله داسې وايي: ”موږ په بلاکونو کې اوسېږو، زموږ ځينې ګاونډيان له کورونو څخه کثافات راباسي او د بلاکونو شاوخواته يې اچوي“.

د کابل ښار يو بل اوسېدونکی طاهر په دې باب داسې وايي: ”زه نه پوهېږم، چې ولې ځينې خلک د خپلو کورونو کثافات په کثافات دانيوکې نه اچوي.

ځينې خلک قصداً دا کارکوي او ځينې وختونه بيا ماشومان دغه کارکوي. ماشومان ځکه دغه کارکوي چې مور او پلار يې د چټليو د اچولو اصلي ځای نه وي ورته ښودلی“.

د ښار عام خلک او دوکانداران هم له دغو کثافاتو څخه تنګ دي. جان محمد، چې د کابل د مريم ليسې په بازارکې دمېوې او ترکارۍ کراچي (رېړۍ) لري داسې وايي:

”ډېری دوکانداران ددې پرځای، چې کثافات په کثافات دانيوکې واچوي هغه د سړکونو په ګلدانونو کې اچوي، چې دا کار ټوله سيمه ناولې کوي او د بېلابېلو ناروغيو سبب کېږي.

زه د ورځې په وروستۍ برخه کې ټول کثافات په يوه کڅوړه کې اچوم او بيا يې د کثافاتو په بېرل (بېلر) کې اچوم خو دا چې نور دوکانداران دا کار نه کوي، زما کار هم بې ګټې دی“.

د کابل ښاروالۍ د تنظيفاتو د څانګې مشر نثار احمد حبيبي په دې اړه ايي:

”که کثافات په کثافت دانيو کې وا نه چول شي، نو دا کار د ښاروالۍ کار له ځنډ او ستونزو سره مخ کوي،

ځګه چې ښاروالي دومره امکانات نه لري، چې له هرځای څخه کثافات راغونډ کړي“.