BBCNazer.com

15:46 گرينويچ 2007 ,25 مارچ

د ولس خبرې

پارلمان يا ملي شورا څه ډول فعاليت کوي؟

ډيموکراسي څه ده؟

آزاد بازار څه ته ويل کيږي او د خلکو په ژوند کې څه اغېزه لري؟

د ولس خبرې په خپرونه کې هڅه کيږي چې، دې ته ورته اقتصادي، سياسي او ټولنيز پېچلي اصطلاحات او هغه نوي بهيرونه چې د نوي دولت له جوړېدو وروسته او يا د بيا رغونې په بهير کې ورسره خلک مخامخ کيږي خلکو ته په روانه، ساده او د خلکو په ژبه خپله د خلکو د ژوند د عملي بېلګو په وړاندې کولو سره روښانه کوي.

دغه خپرونه چې په پښتو او دري ژبو په اوونۍ کې يو ځل خپريږي له خلکو سره مرسته کوي چې د دغو خبرونو په اوريدلو سره د بيا رغونې له بهير او سياسي پرمختګونو نه خبر شي چې له هغوى نه په ګټې اخيستنې سره وکړاى شي خپل ژوندسم کړي

د مامواو شامو خوږ بنډار چې په ولسي ژبه خپريږي. د ولس خبرې د خپرونې يوه نه بيلوونکي برخه ده.

هر کله چې مامو ته کومه پوښتنه او اندېښنه پيدا نو، کيږي شامو ته ورځي او له هغه نه د موضوع په اړه معلومات غواړي. شامو هم مامو کور دې لاندې تر بامو تکيه کلام په ويلو سره په ورين تندي د هغه د پوښتنې ځواب ورکوي او ماموهم د شامو د غټ سر په ستايلو سره له هغه نه مننه کوي.