BBCNazer.com

14:29 گرينويچ 2007 ,25 مارچ

د ابادۍ غږ

د ابادۍ غږ يوه تعليمي خپرونه ده چی، په ١٩٩٤م کال پيل شوې او په اوونۍ کې دوه ځله خپريږي.

ددې خپرونو اساسي هدف د نوي کور،نوي ژوند ډرامې د هغو موضوعګانو تقويه او پياوړي کول دي چې د څېړنې ډلګۍ (ټيم) په مرسته د افغانستان له بيلابيلو سيمو څخه راټوليږي.

څرنګه چې د نوی کور،نوی ژوند ډرامه د هرې موضوع پر ځانګړتياوو او جزياتو بحث نه شي کولای نو د ابادۍ غږ په خپلو خپرونو کې پر دغو اړخونو په تفصيل بحث کوي.