14:36 گرينويچ 2007 ,25 مارچ
د افغانستان په ښارونو کې څه تېريږي؟
ښاري خلک کومې ستونزي لري او ولي؟
ښاري خلک څنګه کولای شي چې خپلې ستونزې په خپله اوارې او هوسا ژوند ولري؟
د ښار غږ يوه تعليمي خپرونه ده چې تر ډېره حده د ښاري خلکو ستونزې څېړي. د ښار غږ په خپله هره خپرونه کې يو داسي څوک مېلمه کوي چې د موضوع په باب پوره معلومات او تجربه ولري .
په دې خپرونو کې هڅه کيږي چې د ښار او کليو تر منځ تجربې سره شريکې شي او اکثره د ماين، نشه يي توکو، زراعت او مالدارۍ، کثافات، چاپېريال ، تجارت اونورو موضوعګانو باندي بحث کيږي.
دغه خپرونه يوه طنزي ډرامه هم لري چې دوه مرکزي کرکټرونه يې ( قند اغا) او د هغه مېرمنه ( قنديګله) اورېدونکې له ښاري ستونزو خبروي .