BBCNazer.com

15:58 گرينويچ 2007 ,22 مارچ

ژوند او زده کړه

دا تعليمي لړۍ چې د بي بي سي راډيو له لاري هره اوونۍ په پښتو او دري ژبو خپريږي، د ابادۍ غږ، ښار غږ، روغتيا او ژوند او د ولس خبرې، له خپرونو څخه جوړه ده.

ددې خپرونې هدف د ژوند په بېلابيلو ډګرونو کې د خلکو د ګټورو او عملي تجربو شريکول دي.

په دې خپرونو کې هڅه کيږي چې، د عملي مثالونو په وړاندي کولو سره د خلکو د ستونزو لپاره د حل لارې چارې ولټول شي.

ددې خپرونو اورېدونکې اکثره کليوال او د ليري پرتو سيمو خلک دي، خو د ښار غږ خپرونې اکثره ښاري خلک اوري.