BBCNazer.com

د بي بي سي تعليمي پروژو لخوا د کتابونو مرستې

د افغانستان لپاره د بي بي سي تعليمي څانګې، د افغانستان د پوهنې له وزارت سره څه د پاسه (١٣٠) زره ټوکه د ماشومانو مصور کتابونه او (٣٠) زره ګڼې کارتوني مجلې مرسته وکړه.

د پوهنې د وزارت مر ستيال، محمد صديق پتمن، له افغان ماشومانو سره د بي بي سي دغه مرستې ګټورې وبللې او ويې ويل چې، لا تر دې دمه په افغانستان کې نورې راډيوګانې د بي بي سي سيالۍ ته نه دي رسېدلي.

ښاغلي پتمن ته چې، د بي بي سي له خوا دغه کتابونه اومجلې سپارل کېدې، د بي بي سي د تعليمي څانګې د مشر شيراغا کريمي لخوا وړانديز وشو چې، که د پوهنې د وزارت له لورې ورته شين څراغ ورکړل شي،

د ښوونې او روزنې په برخه کې به هم د زده کوونکو او هم له ښوونکو سره لا نورې زياتې او ګټورې مرستې وکړي.

همدا راز د بي بي سي د تعليمي څانګې د مشر له خوا ښاغلي پتمن ته وويل شول چې، د بي بي سي تعليمي څانګه چمتو ده چې د پوهنې د وزات په همکارۍ د تعليمي نصاب ځينې درسي کتابونه د عملي او ښو مثالونو په ورکولو سره په راډيويي پرو ګرامونو واړوي.

همدا راز بي بي سي غواړي چې د ښوونکو لپاره هم د ښوونې او روزنې په عصري ميتودولوژۍ سمبال تعليمي راډيويي پروګرامونه جوړ کړي.

ښاغلي پتمن د بي بي سي له اړخه ددې وړانديز هر کلی وکړ او زياته يي کړه چې، د پوهنې وزارت به د بي بي سي له تعليمي څانګی نه خپله مرسته و نه سپموي او هم به هڅه وکړي چې، هغه بهرنۍ، دولتي او نا دولتي ادارې چې له ښوونې او روزنې په برخه کې کار کوي، له بي بي سي سره همکارۍ ته وهڅوي.
دغه مجلې اوکتابونه، د درس مرستندويه مواد (ممد درسي)، عمومي معلومات او فولکلوريکې کيسې دي، چې د ماشومانو د ذهني ودې او تفريح لپاره ترتيب اوليکل شوي دي.

د بي بي سي تعليمي څانګه هر کال لږ تر لږه اته ټوکه مصور کتابونه د ماشومانو لپاره ليکي.
بايد ووايو چې، د بي بي سي تعليمي پروژې په ٢٠٠٣م کال کې هم د پوهنې وزارت ته (٨٨) زره ټوکه دغه ډول کتابونه په وړيا ډول ورکړي وو.
د يادونې وړ ده چې د بي بي سي تعليمي پروژه هره مياشت د افغانستان په بېلابيلو کليو او بانډو کې تقريبا څلور زره ګڼي کارتوني مجلې په وړيا توګه پر زده کوونکو او کليوالو باندي وېشي.

د بي بي سي تعليمي پروژو د نشرياتو ځانگړۍ پاڼه ته ورتگ